IQNA

د پاکستان ولسمشر د امامین  کاظمین (ع) په مقدس حرم کې (انځوریز راپور)

6:42 - December 24, 2025
د خبر لمبر: 3492214
ایکنا  - د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د دوشنبې په ورځ د مرغومي (دی) د میاشتې په لومړۍ نېټه، د یوه پلاوي په ملتیا، د عراق په  کاظمین ښار کې د امامین  کاظمین (علیهما السلام) د  سپېڅلی حرم زیارت وکړ.

 ایکنانیوز د نون خبري آژانس له قوله راپور راکړ، په دې زیارت کې د کاظمین د سپېڅلي آستان تولیت، حیدر عبدالامیر مهدي، چې د امام موسی کاظم او امام محمد جواد (علیهم  السلام) خدمتګار هم دی، له دې پلاوي تود هرکلی وکړ. د کاظمین آستان دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمینځ د دیني او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.

د کاظمین د سپېڅلي آستان د یوې اعلامیې له مخې، په دغې لیدنې کې د آستان مقدس کاظمین مقام او د هغه دیني او انساني رول وڅېړل شو. همدارنګه، د فرهنګي او دیني همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې د عراق او پاکستان د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ او اړیکو د  ټینګښت په موخه هم  بحث او د نظر تبادلې وشوې.

له بلې خوا، د پاکستاني پلاوي غړو د تود هرکلي له امله مننه او قدردانه وکړه، او له عراق سره د پاکستان د اسلامي جمهوریت پر تاریخي اړیکو ئې ویاړ څرګند کړ. دوی همدارنګه د سپېڅلو آستانو د روحاني او تمدني رول ستاینه وکړه، چې د سولې او ګډ ژوند د ارزښتونو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

رئیس‌جمهور پاکستان در حرم امامین کاظمین(ع) + عکس
رئیس‌جمهور پاکستان در حرم امامین کاظمین(ع) + عکس
رئیس‌جمهور پاکستان در حرم امامین کاظمین(ع) + عکس
رئیس‌جمهور پاکستان در حرم امامین کاظمین(ع) + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4324451

captcha